اسلام آباد ۔ 6 ستمبر (اے پی پی) داخله وزير احسن اقبال وئيلي چې د يو قام په حېث د ستمبر 6مه نېټه د دښمن د بزدله بريد او ناپاك عزم د مينځھ وړولو ياد راكوي۔ د هېواد دښمنان دلته ?? ناامنۍ خپرولو هڅې كوي۔ راځۍ چې ??وظ وكړو چې ??ونږ د دښمنانو منصوبې ناكامه كړو او يو موټې كېدو سره د پاكستان د نړۍ د م??يش?? په اولني صف كښې ودرولو له خپل كردار ترسره كړو۔ د دفاع ورځې په مهال خپل پېغام كښې داخله وزير ووئيل ننۍ ورځ خپلو داخلي او خارجي دښمنانو ته ?? ددې باور وركولو ورځ ده چې ??اكستانې قام كوم هم دښمن ته ??م ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د پرمختګ په لاره روان شوے او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو څو كلونو كښې به د اقتصادي قوت په توګه نړۍ ته وځلېږي۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبو بشپړ كېدو سره به نه يواځې بېروزګاري او بې وسي ختمه شي بلكې د پاكستان شمېره به د نړۍ په مضبوطو اقتصادي قوتونو كښې وشي۔ ده ووئيل په نړيواله كچه مونږ يو شمېر چېلنجونو سره مخ يو مونږ له به د پاكستان د امن خوښي هېواد په حېث تصور رامخې ته كول وي۔ پاكستان د تېرې يوې لسيزې څخه د ترهګر او ددې محركاتو په جنګ كښې بوخت دے۔ ده ووئيل زمونږ پوځ او د امنيت ادارو ځانګړې قربانۍ وركړې دي او د ترهګرو نوغې ئې ويستلې دې او هېواد كښې ئې امن په ځائې كړې۔ ده ووئيل راځۍ چې ??ن مونږ په ګ??ه دې شهيدانو او غازيانو ته ?? عقيدت پېرزونې وړاندې كړو چا چې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د پاكې خاورې دفاع وكړه۔ مونږ په خپلو شهيدانو وياړ لرو۔ ده ووئيل مونږ له به د پاكې خاورې د پولو سات??ې او ددې د خپلواكۍ په ځائې ساتلو عزم كول وي او ددې لوظ به پخلې كول وي چې د ګران هېواد ساتنې له به د كومې قربانۍ څخه سرغړونه نه كوؤ