اسلام آباد 21 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د ختم نبوت ۖ قانون په حقله قامي اسمبلۍ يو داسې قانون منظور كړی كوم چې د 1974 د قانون نه پس ??وي?? كاميابي ده٬د دې قانون څخه اوس كه كوم هم قاديانې دروغ وائي چې هغه مسلمان دے نو تاسو هغه چېلنج كولې شئ او هغه به په 15 ورځو كښې به پابن?? وي چې حلف نامه جمع كړي چې زه په ختم نبوت ايمان لرم او كه داسې نه كوي نو د هغه نوم به د غېر مسلمه قاديانې په توګه سپليمنټري لسټ كښې اچولې شي۔ده د نهې پھ ورځ يو ټي وي چينل سره خبرې كولې۔ده ووئيل پس منظر دا دے چې پھ 2002 كښې جنرل مشرف يو داسې قانون جوړ كړی و كوم چې د ل??و ورځو لپاره و٬د كومې ??رمخه چې پھ مسلمان ووټر لسټ كښې كه څوك غېر مسلمه قاديانې د مسلمان په حېث خپله نامه درج كړي نو په هغه اعتراض كېدې شو او هغه سړي به په پنځلسو ورځو كښې دننه دننه د حلف نامې د ل??رې ثابتوله چې په حتم نبوت ايمان لري٬ ده ووئېل دغه قانون په 2002 كښې سم و بيا لس ورځې پس ختم شو كوم چې مؤثر نه و۔ده ووئيل دا اوس د اوسني حكومت كارنامه ده چې مونږ هغه قانون په مستقله توګه بحال كړی او د ل??و ورځو بندېز مو ختم كړے