اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) دا??له وزير احسن اقبال د احتجاجې ناستې په ضد د عملياتو جاج اخستو لپاره د دا??له سېكتر په نګرانۍ كښې درې كسيزه كمېټي جوړولو سره وئيلي دې د كركې ??اتمې لپاره مرسته كول د علماﺀ كرامو فرض دي٬ په ختم نبوتۖ هېڅ ډول سودا نه ده شوې او نه كېدې شي۔ د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې دا??له وزير وئيلي دې كمېټي به جاج اخلي چې آيا د كال 2014 نه پس د دهرنو مخنيوي صل??حيت زيات شوې ۔ دا??له وزير د مظاهرچيانو او دهرنو مخنيوي لپاره د يو زر جديد صل??حيت لرونكې پوليس خاص ډله په بيړنۍ توګه د جوړولو او د اسلام آباد پوليس ضرورتونه په سمدستي توګه د تر سره كولو سپارښتنه وكړه۔دا??له وزير ووئيل د عدالتي پرېكړو په رڼا كښې بيا لپاره په پايه تخت كښې د دهرنو لړۍ بندول پكار ده ځكه چې د اوسنۍ دهرنې څخه په نړيواله كچه د پاكستان تشخص ځپلې شوې او په كورنۍ توګه كمزورې شوې ۔ دا??له وزير ووېيل سي ??ېك پاكستان لپاره د پېړۍ ډالۍ ده٬ د سي ??ېك ناكامۍ لپاره يو شمېر قوتونه كار كوي او ځينې قوتونه قصداً د هېواد د دښمنانو اېجنډا مخ په وړاندې د بوتللو ذريعه جوړېږي۔ ده ووئيل د مذهبي لارښودو فرض دي چې د دين سمو تعليماتو نه قام خبر كړي٬ كه كركه خپره شوه نو څو نسلونه به ورسره مخ كېږي۔ ده ووئيل په ختم نبوتۖ هېڅ ډول سودا نه ده شوې او نه كېدې شي٬ د دهرنې په موقع په كورونو د بريدونو مناظر د شرم وړ وو۔احسن اقبال ووئيل ځوانانو ته د تشدد په ځائ د تعليم او محنت ترغيب وركول د دين د ټولو نه لوي خدمت دے۔ده ووئيل د علماﺀ كرامو فرض دې چې د كركې ??اتمه كولو له مرسته وكړي۔ احسن اقبال ووئيل اسلام د امن او ورورولۍ درس وركوي۔