اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) څلور نيم كاله حكومت كښې د پاكستان ټولو م??مو څانګو ښكاره پرمختګ كړې۔ د محمد نواز ش??یف د بصيرت لرونكې مشرتابه او اعلی پالېسيو په ??وب د پاكستان معيشت مستحكم شوے۔ ټولو معاشي اشارو كښې تاريخي ښه وال?? رامخې ته شوې۔ ده ووئېل محمد نواز ش??يف نه يوازې دا چې پاكستان معاشي او د توان ستون??و څخه ويستې بلكې دې سره سره ئې هېواد كښې دغه مهال روانه ترهګري ختمولو له د ترهګرو په ??د د آپرېشن پرېكړه وكړه چې په نتيجه كښې ئې هېواد كښې 80 فيصد ترهګري كمه شوې او د پاتې ترهګرۍ ختمولو له آپرېش رد الفساد تندۍ سره روان دے۔ ده ووئيل د توان يو شمېر منصوبې پايې ته رسېدلي او دامهال د برېښنا لوډشېډنګ ختم شوے۔ ده ووئيل په هغه فيډرز لوډشېډنګ كېږي چرته چې د برېښنا غلا كېږي۔ ده ووئيل محمد نواز ش??يف هېواد ته د سي پېك په ډول لوئې پرمختيائي منصوبې وركړې په كومو چې په ??رجيحي بنيادونو كار روان دے او دا به ډېرې زر پايې ته ورسولې شي۔ده ووئيل محمد نواز ش??يف چې كله هم اقتدار كښ?? راغلې هېواد د پرمختګ په لاره روان شوې۔ ده ووئېل افسوس په ??ې خبره دے چې كله هم هغه خپله آئيني موده ترسره كولو ته كړه ۔ده ووئيل مخالفين چې څومره هم مخالفت وكړي د كال 2018ﺀ ټاكنو كښې به اولس د كاركردګۍ په ??نياد يو ځل بيا د نواز ش??يف وژن او نظريې ته ووټ وركوي۔ده ټول سياسي ګوندونه چېلنج كړل چې خپله خپله كاركردګي اولس او م??ډيا ته وړاندې كېږدي۔ده ووئيل حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او باقي پاتې وخت كښې به روانې پرمختيائي منصوبې ډېر زر پايې ته رسولې شي۔