اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د مسلمانانو اخلاقي اقدارو پاسداري٬د آئين او جمهوريت احترام او د نوي نسل كردار جوړ??لو پشان صفات د كوم هم قام د بنياد حېثيت لري٬دغه د تعليمي نظام برخه ګرځ??لو سره رياست مستحكمېدې شي او په دې لړ كښې د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزارت خذمات د ستائنې وړ دي۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د تعليم وفاقي وزارت د اړخه د اول جماعت نه تر اتم جماعت نوي نصاف جوړ??لو نه پس د بريفنګ په موقع خبرو كښې كړی۔ده ته دا بريفنګ د تعليم وفاقي وزير انجينئر بليغ الرحمان وركړی۔په دې موقع نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر د نوي نصاب پھ جوړ??لو كښې په كاميابۍ وفاقي وزير او د هغه ډلې له مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې د دې به ډېرې ښه نتيجې ترلاسه شي۔ده ووئيل پھ هېواد كښې ځوانانو له د ښه تعليم او تربيې په لړ كښې د دې نصاب د لارې يو ښه بنياد ??ېښ??دلې شوې۔ده ووئيل د نوي نسل كردار جوړ??لو ته اړتيا ده۔نوې نسل له دې د تربيې موقعې وركړی شي۔وفاقي وزير انجينئر بليغ الرحمان په دې موقع ووئيل چې وزارت د ټ??لو صوبو په مرسته د اول جماعت نه تر دولسم جماعت د نصاب يو نوې اړخ ټاكلو كښې بريالې شوې۔په دې لړ كښې د اول نه تر اتم جماعت نصاب جوړ كړی ??وې دغسې تر پنځم جماعت كتابونه هم شائع كړی ??وي۔ده ووئيل په نوې نصاب كښې د قامي مقصدونو نه علاوه د امن٬عزت او زغم له بنيادي اهميت وركړی شوې۔