لاهور 01 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې يو ډول د تعليم نظام زمونږ منزل او معياري تعليم د حكومت وړومبې ترجيح ده٬ دوه نيم كروړه ماشومان سكولونو ته راوستلو لپاره ??ولې وسيلې كارولې شي۔ ده دا خبرې تېره ??رځ د نېشنل كالج اف آرټس د دورې په موقع وكړې۔ په دې موقع اېن سي اے پرنسپل ډاكټر مرتضٰي جعفري او سينئر فېكلټي غړو د وفاقي وزير تود هركلې وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د كالج په اړه بريفنګ وركړے شو او د ضرورياتو نه ه?? خبر كړے شو۔ وفاقي وزير ووئيل چې كالج ت?? په راتګ خوشحاله شوم٬ د تعليم بهتري او پرمختګ نه يوازې زما بلكې د وزيراعظم عمران خان هم وړومبې ترجيح ده۔