اسلام آباد ۔ 2 جنوری (اے پی پی) د پاكستان پارلمان تېر كال د فاټا خېبر پختونخوا كښې د ضم كولو د 25 آئيني بدلون بل په شمول د كارپورېټ سېكټر بحالۍ ٬ د لږ عمره بنديوانو ٬ د كوچنيانو او نرښځيانو حقونو تحفظ ٬ د نوو پوهنتونو جوړولو او د روغتيا او ميرين انشورنس په شمول د 33 قوانينو منظوري وركړې ده۔ د فاټا ضم كېدو سره د دغه قبائلي ??يمو د هېواد په مركزي سياسي او قانون چارو كښې د شاملولو لاره هواره شوې ده۔ د پارلمان سركاري ريكارډ ترمخه تېر كال پارلمان تر پخوانو قبائلي ??يمو د سپريم كورټ او هائي كورټ د سماعت دائرې خپرولو قانون منظوري هم وركړې ۔ په تعليمي څانګه كښې پارلمان اپرنټس شپ اېکټ، شهید ذولفقارعلی بھټو میډیکل یو??یورسټی ترمیمی اېکټ، نېشنل یو??یورسټی آف سائنس اېنډ ټیکنالوجی اېکټ، نېشنل سکل یو??یورسټی اسلام آباد اېکټ،کامسېټس یو??یورسټی اسلام آباد اېکټ، انسټی ټیوټ آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی بهاولپوراېکټ، نېشنل سوک اېجوکیشن کمېشن اېکټ، او د انسټی ټیوټ فارآرټ اېنډ کلچر اېکټ منظوری او د روغتيا په څانګه كښې پارلمان د اسلام آباد هېلت کئېر رېګولېټری اتھارټی اېکټ منظوری وركړې ۔ دغسې د كم عمره بنديوانو حقونو تحفظ له د جووینائیل جسټس سسټم اېکټ منظوري هم پارلمان وركړې ۔پارلېمان تېر كال فېډرل بنک فارکواپ??ېټ?? او کواپ??ېټ?? بنکنګ سېکټر و هاوس بلډنګ فنانس کارپورېشن (بدلون) ایکټ، د اولس مشر تنخا اومراعات بل، لیګل پرېکټشنرز اېنډ بارکونسل بل، ګېس انفراسټرکچر ډولپمنټ سېس او د برېښنا وېش او رسنې سره د اړوندو بلونو منظوري وركړې ۔ مئي كښې قامي اسمبلۍ د فنانس بل منظوري وركړه او دغسې په اكتوبر كښې ئې د ضمني ماليات بل منظوري وركړې ده ۔