اسلام آباد 25 جنوری (اے پی پی) قامی اسمبلۍ د اسلام آباد هائیكورټ (بدلون) بل 2019ء منظور كړې دے۔ د جمعې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې پارلمانی سیكترې ملیكا بخاری تحریك وړاندې كړو چې عدالت عالیه اسلام آباد (بدلون) بل 2019ء باندې دې غور وكړ?? شي۔ د تحریك منظورۍ نه پس سپیكر ایوان څخه د بل شق وار منظوری ترلاسه كړه۔ د متحده مجلس عمل غړي عالیه كامران د بدلون مخالفت كولو ??ره ووئيل مونږ د ججانو تعیناتولو كښې د ډومیسائل په ځائې په كاركردګۍ باور لرو۔ شاهد خاقان عباسی ووئيل اسلام آباد هائی كورټ كښې ججان شته۔ نور ججانو ته حاجت نشته۔ د صوبو د كوټې پريكړه كول دي۔ د دې بل په منظورۍ كښې دې بيړه ا??نه كړ?? شي۔ په بل شاهد خاقان عباسی خپل بدلون وړاندې كړو ۔ ده ووئيل د هائی كورټ جج لپاره لازم دي چې هغه دا پارلمانی كمېټۍ ته ووائي چې هغه د تير 5 كلونو په مهال څومره ټیكس وركړې۔ ډاكټر شیریں مزاری ووئيل بل د كمېټۍ څخه منظوريدو نه پس دلته راغلې۔ د دې مخالفت كوم جواز نه لري ۔ شاهد خاقان عباسی ووئيل د كمېټۍ په راپور كښې زمونږ اختلافی نوټ لګولې شوې۔ پارلمانی سیكترې ملیكا بخاری د شاهد خاقان عباسی د بدلون مخالفت كولو ??ره ووئيل د كمېټۍ په راپور كښې دا وئيلي شوې چې كمېټۍ بل د اختلافی نوټ سره منظور كړې ۔ دې ووئيل د ججانو د اهلیت معیار د آئین آرټیكل 193 كښې واضحه دے۔ مونږ دا ن?? شو بدلولې۔ دغسې غونډې د مخالفې ډلې بدلون مسترد كړو۔ د مسلم لیګ (ن) غړي رانا ثناء الله ووئيل د قانون او انصاف قائمه كمېټۍ كښې د مخالفې ډلې 6 غړو د قانون وزارت څخه تفصیلات غوښتې د كومې چې مونږ سره لوظ شوې او د هغې زمونږ په اختلافی نوټ كښې هم ذكر شته۔ د دغې د تفصیلات انتظار كولو نه غير راپور ایوان ته لېږلې شوے ۔ زمونږ ټولو ??ړو ته دې د خپلو معروضاتو وړاندې كولو ??جازه وركړ?? شي۔ سپیكر ووئيل د مخالفې ډلې غړو په بل د غور كولو ??حریك په وخت مخالفت نه دې كړې ځكه هغوي له موقع نشي وركړې كيدې۔دغسې ایوان د بل د ټولو ??قونو منظوری وركړه۔ پارلمانی سیكترې ملیكا بخاری تحریك وړاندې كړو چې عدالت عالیه اسلام آباد (بدلون) بل 2019ء دې منظور كړ?? شي د كومې مخالف سره چې سید نوید قمر ووئيل په بل د غور كولو ??حريك منظورۍ په وخت مونږ له موقع نه وه راكړې شوي۔ مونږ ايوان ته راغلې وؤ۔ ده ووئيل څلورو واړو صوبو كښې په وخت انصاف وركولو له دې هائی كورټس كښې د ججانو شميره زياته كړ?? شي۔ اسلام آباد هائی كورټ كښې د درېو ججانو چوكۍ خالي دي اول دې پھ هغې تعیناتی وكړ?? شي ۔ ډاكټر نفیسه شاه ووئيل ما د متحده اپوزیشن د اړخه اختلافی نوټ ډرافټ كړې ۔ بايد ما ته د خبرې كولو ??جازه راكړ?? شي۔ د قانون وزارت كردار په قانون سازۍ كښې يواځې د ډاكخانې پاتې شوې۔ كه ??ا ایوان خپلواكه او اثر لرونكې دے نو دا دې د ډاكخانې غوندې ا??نه كارول?? شي۔ دغسې قامی اسمبلۍ د بل منظوري وركړه