اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئېلي دي د پاكستان او روس په اړيكو كښ?? انقلابي بدلون راتلونكې دے ٬د دواړو هېوادونو ترميڼځه ملټري ټو ملټري او د توان پشمول په نورو څانګو كښ?? ستراتېژېكي مرسته كښ?? تندۍ سره پېشرفت روان دے ٬پاكستان د افغانستان پشمول سيمه كښ?? امن او استحكام غواړي۔پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? ځاني او مالي قربانۍ و??كړي۔دې دا خبرې د شورو په ورځ د پاكستان۔روس ستراتېژېكي مرستې په سرخط د نړيوال كنفرنس پرانستې سېشن ته په خپل خطاب كښ?? وكړې۔خارجه سېكترې ووئيل د تېرو دوه لسيزو راهسې د پاكستان او روس ترميڼځه اړيكو كښ?? انقلابي بدلون رامخې ته شوې۔دواړه هېوادونه يوبل ته رانزدې كېږي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي او تجارتي رابطې لا مستحكمولو ته اړتيا ده۔دې ووئيل د پاك روس ملټري ټو ملټري مرسته ورځ په ورځ زياتېږي دغسې پاكستان د روس څخه پوځي ساز او سامان اخستلو كښ?? خوښي لري۔دې ووئيل اوسنو كښ?? د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك پوځي مشقونه د دوه اړخيزه ملټري ټو ملټري مرستې زياتېدو ښكاره ثبوت دې۔دې ووئيل روس د پاكستان اقتصادي استحكام كښ?? شراكتدار دې۔د شنګهائي مرستې تنظيم بشپړ ركنيت نه پس د دواړو هېوادونو ترمينځه اعلٰی كچ رابطې زياتې شوي دي۔د افغانستان په حقله دې ووئيل پاكستان په افغانستان كښ?? امن او استحكام غواړي۔د 40 كاله راهسې شخړې د افغانستان په ګاونډي هېوادونو سياسي او اقتصادي اثرات مرتب كړي٬پاكستان د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښ?? ځاني او مالي قربانۍ و??كړې۔دې ووئيل د ترهه ګرۍ او شدت خوښۍ ختمولو له ټول سټېك هولډرز له په ګډھ كار كولو ته اړتيا د