اسلام آباد ۔ 31 مارچ (اے پی پی) یوټېلېټی سټورز کارپورېشن د رمضان مياشتې په مهال صارفين ته په 19 ضروري څيزونو د سبسډي وركول پرېكړه كړې ده۔ د یوټېلېټی سټورز کارپورېشن ذريعو اے پي پي سره خ??رو كښې ووئيل چې حكومت د منځومانې او كم آمدن كورنيو ته د رمضان مياشت كښې ريليف وركولو له ?? ضروري څيزونو په نرخونو كښې د رعايت وركولو پرېكړه كړې ده۔ ذريعو وئيلي دي چې په اوړو ٬ غوړو ٬ وريژو ٬ چيني ٬ چايې ٬ دالونو ٬ بېسن ٬ كھجورو ٬ پيو او مشروباتو به 5 څخه تر 50 روپو رعايت وركولې شي۔ ذريعو وئيلي دي چې دې څخه وړاندې د اقتصادي رابطه كمېټۍ په غ??نډه كښې رمضان ریلیف پېکېج 2019 له ?? دوه اربه روپو منظوري وركړې شوې وه۔ تېر كال 2018 كښې دې م??صد لپاره يو ارب 73 کروړه روپۍ بېلې كړې شوې وې