اسلام آ??اد 24 مئی (اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان سره د ایکسپو 2020ء تھیم کمېټۍ غړو د كراچۍ په كورنر هاؤس كښې ليدلې دي۔ ایکسپو 2020?? به په دبئۍ كښې كېږي چې پكښې 190 هېوادونه ګډون كوي۔ په ملاقات كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، د سمندري چارو وفاقی وزیر علی زیدی، د تجارت وزير عبدالرزاق داؤد، د ټریډ ډویلپمنټ اتھارټی سيكتر صالح فاروقی، د ټریډ ډویلپمنټ اتھارټی ډائریکټر جنرل سیّد رفیع بشیر شاہ او د تھیم کېټۍ غړي موجود ؤ۔ په غونډه كښې وزیرِاعظم ته د ایکسپو 2020ء په لړ كښې روانو تیاریو او په دې لړ كښې ?? بيلو څانګو ترمينځه رابطو او کوآرډینېشن په اړه خبر كړې شو۔ په دې مهال وزیراعظم ووئيل لوے څښتن پاکستان له ګڼ نعمتونه او صلاحیتیونه وركړې دي، د معیشت روایتی او غیر روایتی څانګو كښې د پاکستانی مصنوعات نه علاوہ هېواد كښې د سېګرۍ زيات صلاحیت شته د كومې په اړه چې په نړيواله كچه خبرتيا ته اړتيا ده۔ده ووئيل حاجت د دې خبرې دې چې د پاکستان صلاحیتونه او بيلو څانګو كښې پوهه دې په نړيواله كچه رامخې ته كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل ایکسپو 2020?? به د پاکستانی مصنوعات او سېلګرۍ څانګې په سيمه ايزه او نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې ښه پلیټ فارم وركړي، د دې پلیټ فارم څخه به بشپړه استفادہ کولې شي۔