اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د غريبې ختمولو پروګرام خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې حك??مت لس لكه غريب خلقو لپاره راشن سكيم پېل كوي او دې لپاره به په سپېځلي ډول كارډونه وېشل?? شي٬ هغو ټولو معذورو كسانو ته به كارډونه وركول?? شي كوم چې نادرا سره رجسټرډ دي٬ د وزيراعظم په هدايت به معذ??ر كسانو لپاره په دوه فيصده كوټه په سختې سره عمل كول?? شي٬ معذوره كسانو ته د نوي پاكستان په هاؤسنګ سكيم كښې دوه فيصده كوټه وركول?? شي۔ د كفايت شعار پروګرام له مخې به 70 لكه غريب مېرمنو ته وظيفې وركول?? شي او د ضرورت له مخې به د دې شمېره زياتول?? شي٬ يتيمانو لپاره نوې پاليسې تيارول?? شي۔ هغې دا خبرې د خا??ي په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ثانيه نشتر ووئيل چې د كال 20-2019 بجټ خو كفايت شعار بجټ دے۔ د سختو مالي حالاتو له امله يو شمېر ادارو په خپله خوښه خپل بجټ كم كړے او زياتو وزارتونو خو د اضافي بجټ غوښتنه هم نه ده كړې۔ په داسې حالاتو كښې د سماجي تحفظ بجټ يو په دوه كول د وزيراعظم يو بل مهم قدم دے۔ دا د فلاحي رياست په پلو يو مهم قدم ګڼل?? شي۔ د وزيراعظم مرستيالې په دې موقع په احساس پروګرام هم خبرې وكړې۔ هغې ووئيل چې د 500 نه زيات د كفالت مركزونه جوړول?? شي چرته به چې ټولې اسانيې موجود وي۔ 30 لكه كورنيو ته به علاج لپاره انصاف كارډونه وركول?? شي۔ هغې ووئيل چې غريبانو لپاره د احساس ك??ر كار پېل شوے۔