اسلام آباد 21 ستمبر (??ے پي پي) د رېلوے پارلماني سېكتر فرخ حبيب وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې به د كوم فرق ن?? بغېر د احتساب عمل روان وي٬ د پاكستان تحريك انصاف د حكومت په وخت د بدعنوانې كوم لوي سكېنډل مخې ته نه دې راغلې۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د كرپشن خاتمې د قومي خزانې لوټ كوونكو نه لوټ كړې شوې دولت بېرته اخستلو لپاره پوخ عزم لري۔ ده ووئيل چې پاكستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ﴿ن﴾ دواړو ګوندونو د يو بل د مشرانو په ضد هغه وخت مقدمې درج كړې وې كله چې دوي په حكومت كښې وو ا?? اوس د خپل كرپشن پټولو هڅې كوي۔