اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلې دي مودي سركار په مقبوضه کشمير كښې د انسانيت په سپكاوې كولو د منطقې امن او استحكام په داٶ لګوي٬ د وزيراعظم د امريكې دوره كښې د كشمير مسئله وړومبنې ده٬ عمران خان پ?? سفارتي مېدان كښې د هندي وزيراعظم اصل څېره بې نقابه كوي۔ د ګل په ورځ ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د ”کشمير ست??نز?? ، په منطقه كښې د نه ختمېدونكې انساني بحران” په سرخط كنفرنس ته خپله وېنا كښې ??كړې۔ کنفرنس ته د كشمير د پارلماني کمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام، مشال ملك او نورو هم وېنا وكړه۔ فردوس عاشق اعوان دستورې ته وېنا كښې ??وئيل د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې ګردې نړۍ څخه د راغليو بشري حقونو د نتظيمونو هم امتحان دے٬ مودي د منطقې امن چېلنج كړې٬ ميډيا د کشميريانو غږ نړۍ ته د رسولو لپاره كردار لوبوي٬ پاكستان او كشمير يو وجود او د يو روح رشته لري ٬ کشمير د پاکستان دفاعي حصار دے ، جنګ لپاره د جوش سره سره د هوش ته هم اړتي?? ده۔ دې ووئيل په نړيواله كچه يو شمېر چېلنجونه رامخې ته دي٬ بايد مونږ يو موټې شو٬ د سياسي پوائنټ سکورنګ او ذاتي مفادات به شا ته غورځول وي ۔ دې ووئېل دا مهال اېجنډا يوازې د كشمير پكار ده٬ ځينې خلق د لاريون خبرې كوي٬ ھغوي دې خپل لاريون له د كشمير مارچ نوم وركوي٬ هر ځائ كښې ??خالفې ډلې سره قدم په قدم تللو لپاره چمتو وي۔ دې په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې راوړندې شي او د سوځېدونكې كشمير مسئلې په اره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد لپاره خپل كردار ولوبوي۔ دې ووئيل فسطائي ،نسل پرست او انتها پسند هندې قيادت دې د ملګرو ملتونو منشور او د نړيوال قوانين پابند كړي۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان پ?? امريکا كښې ??ړيوالو لارښودو سره په ملاقاتونو كښې د مودي حكومت بدنما او توره څېره بې نقابه كوي٬ د مظلومو کشميريانو غږ په ښه ډول پورته كولو لپاره يو موټې كېدو ته اړتي?? ده۔ دې ووئيل حكومت په بهرني محاذ د رامخې شوو چېلنجونو لاره نيولو لپاره مخالفې ډلې سره په يو ځائ تګ لپاره چمتو دے۔ دې ووئيل ميډيا د كشميريانو غږ ګرده نړۍ ته رسولو لپاره مهم كردار لوبوي ۔ دې ووئېل د سوشل ميډيا د لارې د كشمير مسئله په ښه ډول رامخې ته كېدې شي٬ د کشمير په اړه د هند ناوړه څېره بې نقابه كولو لپاره ډاکو مينټريز جوړول پكار دي دغسې چې د نړۍ اصل څېره پخپلو سترګو وليدلې شي