اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي زمونږ حكومت د پاك چين اقتصادي لارې منصوبو پ?? وخت بشپړولو له عزم لري٬ بېلټ اېنډ روډ منصوبه په شپږو كالو كښې د اقتصادي مرستې او د عالمګيريت يوازني عنصر ??ه توګه رامخې ته شوې٬ د توان او انفراسټركچر منصوبې معيشت لپاره ګټورې ثابتې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو پ?? ورځ په انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز كښې د بېلټ اېنډ روډ په سر خط نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز، د چين سفارت او د پاور چائنه ستائنه و??ړه چا چې په دې مهمه موضوع د پاكستان او چين پوهان او تهنك ټېنكس دې كنفرنس ته رابللي دي ۔ د دې نه وړاندې د انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز ډائرېكټر جنرل د بېلټ اېنډ روډ منصوبې خدوخال په غوره ډول وړاندې كړل۔ ده و??ئيل په بدله شوې نړيواله اقتصادي وضعه كښې د دې منصوبو اهميت زيات شوې ٬ خارجه وزارت يوازې د رامخې ته ناوړه چېلنجونو لاره نه شي نيولې٬ پكښې د پوهانو او تھنك ټينکس مشاورت ته حاجت و??۔ ده فارن سروس اكېډېمۍ لپاره د نوي بلډنګ په وړاندېز د چين د سفير مننه و??ړه۔ ده و??ئيل مونږ فارن سروس اكېډېمي نوې ودانۍ ته د منتقل كولو حوښي لرو او ان شآء الله دا كار به كوٶ۔ خارجه وزير ووئيل په كال 2013 كښې پېل شوې بېلټ اېنډ روډ منصوبه په شپږو كالو كښې د اقتصادي مرستې او عالمګيريت د يوازني عنصر ??ه توګه رامخې ته شوې ٬ ضرورت د دې خبرې دے چې د دې منصوبې اهميت٬ د تعمير او پرمختګ په منصوبو كښې د اقتصادي مرستې افاديت رامخې ته كړې شي۔ده و??ئېل د دې منصوبې په ډول بلې منصوبې ته تر اوسه دومره عالمګير شهرت نه دې ترلاسه شوې كومه چې د آسياء اروپاﺀ او افريقائي منطقې د 4 اربه انسانانو شريك پرمختګ خواږه لر??۔ ده و??ېيل د اوسنۍ سټډيز څخه معلومه شوې چې د دې منصوبې بشپړېدو سره به يوازې د مواصلات په څانګه كښې بلها ګټې ترلاسه شي۔ده و??ئېل د نړيوال بانك شمېرو له مخې د بي آر آ??ي بشپړېدو سره به د سفر وخت 12 فيصده كم شي ٬ په تجارتي حجم كښې به 2.7 نه تر 9.7 فيصده اضافه ٬ د انكم شرح به 3.4 فيصده زياته او د لكهونو پ?? شمېر خلق به د غربت نه خلاصولو له مرسته ترلاسه ش??۔ ده و??ئيل دا مهال مونږ څلورو لويو چېلنجونو سره مخ يو چې پكښې د چين امريكې اقتصادي مسابقت په خاص توګه د تجارت پحقله معاملې كومې چې معاشي استحكام په منفي توګه متاثره كوي٬ په دوېم لمبر د ايران او امريكې اړې ګړې دے چې منطقه ورسره په معاشي او د امن په اړه د عدم استحكام سوب جوړېدېشي٬ په درېم لمبر د افغانستان وضعه ده كه دا مسئله هواره نه كړې شوه نو دې سر