استنبول 09 دسمبر (اے پی پی) خارجه و??ير شاه محمود قرېشي د آسيا زړه په كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره په دوه و??ځنۍ سركاري دوره تركيې ته رسېدلې دے ۔د استنبول په هوائي اډه په تركيه كښې د پاكستان سفير محمد سائرس سجاد قاضي او د سفارت اعلٰی چارواكو د خارجه و??ير هركلے وكړو۔خارجه و??ير به په استنبول كښې د 14 هېوادنو په خارجه و??يرانو په غونډه(هارټ آف اېشيا)كښې ګډون كوي۔خارجه و??ير به د آسيا زړه كنفرنس ته وېنا هم كوي۔په ??ې كنفرنس كښې به د شريكې مرستې او فلاح په چارو خبرې كولې شي۔د تركيې خارجه و??ير مولود چاؤش اوګلو او د ا فغانستان خارجه و??ير ادريس زمان به په شريكه د كنفرنس مشري كوي ۔ په ??ې كنفرنس كښې به 14 هېوادونه پاكستان ٬ تركيه ٬افغانستان٬آذربائيجان٬چين٬هند٬ايران٬قزاقستان٬كرغزستان٬روسيه٬سعودي عرب٬تاجكستان٬تركمانستان او متحده عرب امارات ګډون كوي