اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس وئيلي دي چې د پائيدار پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره به امن، خوشحالي او بشري حقونه عملي كول باوري كول وي، د حكومت د احساس پروګرام، كامياب ځوان پروګرام او د خ??ر ښېګړې نورې پروژې د ستائنې وړ دے، پاكستاني اولس د لكونو په شمېر د افغان كډوالو م??لم??تيا كړې، كلين اېنډ ګرين پاكستان پروژه د ستائنې وړ ده، په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د مكمل تحفظ ضرورت دے، د پاكستان او هند ترمېنځه د كشمير په مسئله په مذاكراتو كښې سهولت كاري كولې شو. د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څوك چې د پاكستان په څلور ورځنې دوره راغلې، دا خبرې د اسلام آباد په ځائي هوټل كښې د پائيدار پرمختګ او موسمياتي ب??لون په اړه دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دستوره كښې د وزيراعظم د موسمياتي ب??لون سلاكار ملك امين اسلم او د موسمياتي ب??لون دوهمې وزيرې زرتاج ګل پشمول د موسمياتي ب??لون پوهانو او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. دستورې ته په خپله وېنا كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ووئيل چې پاكستان د موسمتياتي ب??لون آغېز سره مخ شوے د نړۍ لوي هېواد دے. ده ووئيل چې زمونږ شريك وژن د موسمياتي ب??لون مقابله كول او پائيدار پرمختګ دے. ده ووئيل چې مونږ ته به پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو لپاره هڅې او د كار رفتار ګړندې كول وي. ده ووئيل چې پاكستان د پائيدار پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي. ده ووئيل چې د پائيدار پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره به امن، خوشحالي او بشري حقونه عملي كول باوري كول وي، د حكومت د احساس پروګرام، كامياب ځوان پروګرام او د خ??ر ښېګړې نورې پروژې د ستائنې وړ دے، پاكستاني اولس د لكونو په شمېر د افغان كډوالو م??لم??تيا كړې، كلين اېنډ ګرين پاكستان پروژه د ستائنې وړ ده، په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د مكمل تحفظ ضرورت دے، د پاكستان او هند ترمېنځه د كشمير په مسئله په مذاكراتو كښې سهولت كاري كولې شو.