اسلام ا??با?? 10 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي د نېشنل ??يز??سټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) چيئرمېن لېفټېننټ جنر?? محمد افضل ته په روغتونونو كښې د ذاتي حفاظتي سامان او نورو ضروري طبي آلاتو باوري كولو امر كړې دغسې چې د كرونا وائرس د رنځورانو غوره درملنه وكړې شي۔ اولس مشر دا امر د جمعې په ورځ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لخوا د وركړې شوي بريفنګ په مهال وكړو۔ چيئرمېن د صحت او دې څانګې سره د تړون لرونكو كسانو مرستې او ذاتي حفاظي سامان او طبي آلاتو وركولو په اړه د اېن ډي اېم اے لخوا پورته كړې اقدامات رامخې ته كوړل۔ ده ووئيل اېن ډي اېم اے په وړمبي ځل د ډاکټرانو، نرسانو او طبي آلاتو جامع ډېټا بېس جوړ كړې كوم چې به سباٶن كښې د روابطو مقصد له مرستياله اوګرځي۔ محمد افضل ووئيل فرنټيئر ورکس آرګنائزېشن (اېف ډبليو او) د کرونا رنځورانو لپاره اسلام ا??با?? كښئ د 282 كټونو روغتون جوړ كړې۔ اولس مشر د كرونا وائرس د موجود بحران مخنيوي لپاره د اېن ډي اېم اے لخوا د شوو اقداماتو ستائنه وكړه او چيئرمېن ته ئې د وباء په ضد د زيات كوټلو اقداماتو امر وكړو