اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر(این سی او سی) كښې د 9مئی نه پس د صورتحال جاج اخستو لپاره د شورو په ورځ مهمه غونډه وشوه، په غونډه كښې صوبائی چیف سیكرټريز خپلو صوبو كښ?? د ??ورونا وائرس(كووډ ۔ 19) مخ نيوي په ګائیډ لائینز عمل در??ٓ??د كولو په اړه فورم د پیشرفت نه خبر كړو، وفاقی وزیر اسد عمر صوبو ته سپارښتنه وكړه چې په ایس او پیز عمل در??ٓمد باوري كولو سره د اولس صحت او حفاظت باوري كولو له بشپړ كردار ترسره كړئ دغسې چې وباء نوره خپره نشي، انفرادی ذمه واری د اجتماعی صحت، تحفظ او د كووډ ۔ 19 څخه د بچ كيدو يواځنۍ ذريعه ده۔ این سی او سی له مخې د غونډې مشري وفاقی وزیر اسد عمر كوله۔ غونډې ته ووئيل شول اولس د حفاظتی ایس او پیز په اړه خبر كړے شوے ؤ۔ اولسي ذمه واری ده جې پخپله په حفاظتی تدابیر عمل در??ٓمد باوري كړي، د آختر په وجه بازارونو كښې ګڼه زياته شوې او دې معاملې ته پام لرنه كولو ته اړتيا ده۔ غونډې ته په خپله وينا كښې وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل د اولس آسانيو لپاره لاك ډاوَن كښې نرمی شوې ، د وباء خپريدو خطر اوس هم شته، په حفاظتی ایس او پیز عمل در??ٓمد دې باوري كړې شي۔ ده ووئيل د كورونا وائرس مخ نيوي له ایس او پیز ټولو صوبو ته ليږلې شوي، راډيو ، ټی وی چیلنز، سوشل میډیا پشمول هر ډیجټیل پلیټ فارم د لار?? د ??وثره اولسي خبرتيا كمپائن چلولې شي، صنعتونو او تعمیراتی څانګې په اړه پروټوكول، د ماركیټونو پشمول ټولو څانګو لپاره كوټلې اېس او پی جوړ شوې، اولس په بشپړه توګه خبر شوے ۔ وفاقی وزیر اسد عمر سپارښتنه وكړه چې صوبائی چیف سیكرتيز دې په درې څلورو ورځو كښې ترسره شوي اېس او پیز باندې 100 فیصده عمل در??ٓمد باوري كړي دغسې چې وباء نوره خپره نشي۔ده ووئېل د 9 مئی نه پس د اولس ذمه واري ده چې په اېس او پیز عمل كولو سره نه يواځې د خپلې كورنۍ بلكه د كمیونټی د صحت خیال هم وساتي