اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی)د روغتيا پارليماني سېكرټري ډاكټ?? نوشين حامد وئېلي دي چې حكومت به د پوليو څخه بچ كېدو او په دې كنټرول لپاره يوه نوې حكمت عمل?? او بېړنې ايكشن پلان عملي كوي٬د پوليو خاتمې لپاره پريكړې كولې شي۔په يوه مركه كښې هغې ووئيل چې حكومت په هائي رسك يونين ك??نسلو كښې د پوليو خاتمې ته خاص پام كوي۔هغې ووئيل چې حكومت د نړيوالې ټولنې نه پوښتنه كړی چې د پاكستان په باره كښې سوچ وكړ?? او په دې لړ كښې هر ډول ممكنه مرسته وكړي چې دغسې د دې ناروغۍ څخه نجات ترلاسه كړی شي۔پاكستان په دې وخت كښې د پوليو د خاتمې يو سخت صورتحا?? سره مخ دې خو حكومت ټولو ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅك?? وركولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي۔هېواد د پوليو نه پاكول د حكومت وړومبې ترجيح ده۔هغې ووئيل چې په سندھ كښې به د ستمبر په مياشت كښې د پوليو د مخ نيوي يو بل كمپائن چلولې شي۔هغې ووئيل چې سږ كال په كوېډ-19 تر ټولو لويې خطر دې۔د دې نه وړاندې هېواد د پوليو پشان چېلنجونو سره مخ وو