ماسکو ۔ 11ستمبر(اے پی پی) خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قرېشي د ماسكو دوه ورځنۍ دوره ترسره كولو نه وروستو هېواد ت?? راستون شوے دے۔ په دومو دیدوو ائر پورټ، ماسکو ماسکو كښې د پاكستان سفیر شفقت علی خان، ماسکو كښې د پاكستاني سفارت مشرانو چارواكو او د روسيه خارجه وزارت اعلی چارواكو خارجه و??ير ته په مخه ښه ووې۔ خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قرېشي د روسيه خپل همڅنګ سرګئۍ لاروف په بلنه د روسيه دوره وكړه۔ خارجه و??ير د روسيه اولس مشر ولادي مير پيوټن لخوا په وركړې شوې استقباليه كښې ګډون وكړو۔ ددې دورې په مهال خارجه و??ير ماسكو كښې د شنګھائي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون وكړو او د سيمه ايزو اړيكو ودې ٬ د بې وزلۍ ختمولو او د كورونا وائرس نړيوالې وباﺀ چېلنج مخنيوي حوالې سره ئې م??م وړاندېزونه غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته وړاندې كړل۔ دغه غونډه كښې د خارجه و??ير شاه محمود قرېشي خطاب ډېر زيات وستائلے شو۔ خارجه و??ير د غونډې په مهال د روسيه ٬ چين ٬ تاجكستان او كرغزستان خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه وكړل۔ دغه ملاقاتونو كښې د شريكې مرستې په وده او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه و??ير په خپلو دوه اړخيزه ملاقاتونو كښې م??بوضه كشمير كښی د بشري حقونو روانې خلاف ورزۍ او افغانستان كښې امن په ځائې كولو له روانې هڅې په ډا??ه كړې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د خارجه وزيرانو كونسل د حكومتي مشرانو كونسل نه پس د شنګھائي تعاون تنظيم تر ټولو زيات مهم فورم دے۔ خارجه و??ير ماسكو كښې د روسيه ٬ پاكستان او نړيوالې م??ډيا سره خبرې وكړه او د بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه ئې د پاكستان دريځ وړاندې كړو۔ هيله ده چې راتلونكو ورځو كښې به د سيمه ايزو رابطو ودې او منطقه كښې د امن او استحكام حوالې سره د خارجه و??ير دا دوره ډېره ګټه وره ثابت شي