اسلام آباد ، 31 اکتوبر (اے پی پی) د ترکيې حکومت په ازمير کښې د زلزلې د لاسه په شوي زيان د يووالي په څرګندونه كولو د د پاکس??ان مننه کړې ده۔ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ټویټر پاڼه ووئيل چې مونږ د زلزلې د لاسه په شوي زيان د يو والي په څرګندونه كولو د پاكس??ان مننه كوؤ۔ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې لوئے څښتن دې دا دوه اړخيزه ملګرتيا لا قوي كړي۔ پاكس??ان كښې د تركيه سفير مصطفی يردكول هم په دې سخت وخت كښې د يو والي په څرګندونه كولو د پاکس??ان مننه وكړه۔ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل چې ټول عمري تركيه سره په ودرېدو د پاكس??ان مننه كوؤ۔ دې نه وړاندې پاكس??ان د سختې زلزلې د لاسه په ازمير ښار كښې د يو شمېر ود??ني?? ويجاړېدو په خبر راتلو تركيه اولس سره د يو والي څرګندونه كړې وه۔ خارجه وزارت خپل بيان كښې وئيلي وو چې د پاكس??ان حكومت او اولس ازمير ښار او خواوشاه سيمو كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني زيان د غم او افسوس څرګندونه كړې۔ زمونږ نېکې هیلې او دعاګانې د طبیعي آفت ښكار شويو ځپليو سره دي۔ مونږ د ټپيانو زر روغتیا لپ??ره دعا کوو او دوئي سره د يو والي څرګندونه كوؤ