پېښور 27 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير پروېز خان خټك وئيلي دي چې پاكستان ډېموكرېټك موومنټ ﴿پي ډي اېم﴾ دننه خلفشار سره مخ شوے، ډېر زر به د دوي اتحاد پاره پاره شي، د استعفٰي ګانو او دهرنو په سياست راغلي په خپلو كښې سختو اختلافاتو سره مخ شوي دي، مولانا فضل الرحمان د شهيدې بېنظير بهټو په تلين كښې ګډون ??ه كولو سره خپل خفګان څرګند كړے، ??خكښې به ګورو چې څه كېږي، د وزيراعظم عمران خان په مشرې ټول قوم باور لري، د وزيراعظم معران خان حكومت به خپله آئيني موده ??وره كوي، په پي ډي اېم كښې شامل ګوندونه دې د كال 2023م د ټاكنو انتظار وكړي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په مانكي شريف كښې په پي ټي آئي كښې د خلقو د ګډون ??ولو په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې د حكومت په ضد په سازشونو كښې بوخت د مولانا فضل الرحمان خپل ګوند دننه د سازش ښكار شوے او د ده د هېواد او ادارو په ضد د هېواد دښمن بيانيې څخه بېرازه كېدو سره د ده څلور مشرانو د ده څخه د بغاوت اعلان كړے او هغوي د رائې د اظهار په آزادې د ګوند څخه و??ست?? شوي دي كوم چې د امريت بدتره مثال دے. ده ??وئيل چې اپوزيشن شپه ورځ د حكومت په ضد په سازشونو كښې بوخت دے خو حكومت به خپله آئيني موده ??وره كوي. په دې موقع محمد امين خان، اعجاز خان، پخواني ضلعي كونسلر محمد خان او پخواني يوته كونسلر عاصم خان سره د كورنيو او د سلګونو ملګرو په تحريك انصاف كښې د ګډون ??ولو اعلان وكړو.