اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد سره پاكستان د المان سفير برنارډ شلاګیک د نهې پ?? ورځ داخله وزارت كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې پ?? دوه اړخيزه اړيكو د شريكې خوښې پ?? چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د داخله وزارت لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې داخله وزير ووئي?? پاکستان المان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او المان سره دوه اړخيزه مرسته لا زياتول غواړي۔ هغه ووئي?? پاكستان د المان سرمايه كا??و ته پاكستان كښې د سرمايه كا??ۍ كولو بلنه وركوي۔ هغه د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د المان د كردار ستائنه وكړه۔ د المان سفير پاكستان كښې د امن وضعې ښه كېدل وستائل او هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته لا وده وركولو له د خپلې خوښې څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل په دې لړ كښې به په زړه پورې هڅې كولې شي۔ داخله وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې زياتولو او د يو بل تجربو نه د ګټې پ??رته ك??لو په حاجت زور راوړو۔ هغه ووئيل د المان اېن جي اوز پشمول چې كوم اېن جي اوز د چارټر له مخې كا?? كوي هغوي د كا?? حقله هېڅ مسئله نه لرو۔ حكومت به هغوي ته ضروري آسانۍ وركوي۔