اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان آډيټر جنرل ته هدايت كړے چې د آډټ آټومېشن عمل دې په تندې سره ترسره كړے شي چې دغسې په اداره كښې سپېځلتيا باوري كړې شي، آډيټر جنرل دې په اداره كښې خرابې لرې كولو لپاره په يوه مياشت كښې روډ مېپ جوړ ??ړي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاكستان آډيټر جنر?? جاوېد جهانګير سره د ملاقات په مهال كړي. د ايوان صدر مېډيا ونګ لخوا جاري بيا?? له مخې په دې موق?? آډيټر جنر?? جاوېد جهانګير صدر د اے جي پي دفتر د كاركردګۍ او د انفارمېشن ټېكنالوجې په مرسته د ادارې د كار استعداد ښه كولو لپاره په اقدامات خبر كړو. په دې موقع صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د آډټ آټومېشن عمل دې په تندې سره ترسره كړے شي چې دغسې په اداره كښې سپېځلتيا باوري شي، آډيټر جنرل دې په اداره كښې خرابې لرې كولو لپاره په يوه مياشت كښې روډ مېپ هم جوړ ??ړي.