اسلام آباد ، 24 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي سوئيلي پنجاب نظر انداز کولو سره خلکو ته د تعلیم ، صحت او روزګار ??و برابر فرصتونه نه دې وركړې شوې۔ هغه دا څرګندونې د اتوار په ورځ سوئیلي پنجاب سره تعلق لرونكو د قومي اسمبلۍ غړو سره خبرو كښې وكړې۔ په ملاقات كوؤنكو كښې د سياسي چارو خصوصي مرستيال ملك عامر ډوګر د قومي اسمبلۍ غړے ا??رنګزېب خان كھچي او نور محمد خان بھابھا شامل وو۔ ملاقا?? كښې د سوئيلي پنجاب په سېكرټېرېټ او كروندګرو لپاره په خصوصي پېكج د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اورنګزېب كھچي وزيراعظم ??ه وهاړي كښې د كېډټ كالج جوړولو وړاندېز وركړو۔ وزيراعظم ووئيل سوئيلي پنجاب نظر انداز کولو سره خلکو ته د تعلیم ، صحت او روزګار ??و برابر فرصتونه نه دې وركړې شوې۔ د سوئيلي پنجاب سېکرټېرېټ جوړولو مقصد دغه ضلعې د پرمختګ په لاره روانول دي۔ وزيراعظم ووئيل د كابينې ذېلي كمېټي كروندګرو لپاره د خصوصي پېكج وړاندېزونه تياروي كوم به چې ډېر زر اعلان كړے شي