اسلام آباد۔24جنوری(اے پی پی) پاكستان او اطاليا دوه اړخيزه تجارت آسانۍ س??ه تر 5 اربه ??الره رسولې شي۔ دا مهال دوه اړخيزه تجارت دوه اربه ??الره ته نزدے دے۔ پاكستان كښې د اطاليا سفير اېنډرېس فیر اریس كاروباري ورورولۍ س??ه خبرو كښې ووئيل اطاليا پاكستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او پاكستان سره اقتصادي رابطو ته وده وركولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ هغه ووئيل په كال 2019 پاكستان اطاليا ته د 810 ملین ډالره برآمدات كړې وو او د اطاليا لخوا د درآمداتو حجم 937 ملین ډالره پاتے شوے وو۔ هغه ووئيل د كال په مهال دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 1.74 اربه ??الره زيات شوے دے۔ سفير ووئيل پاكستان اطاليا ته زياتره د ټېكسټيائلز ٬ څرمنې مصنوعات او وريژې برآمد كوي بياهم د دواړو هېوادونو ترمينځھ تعميراتي ٬ د كركيلې ټېنكالوجي ٬ پلاسټك ٬ تيار خوراك ٬ ډېري ٬ لائيو سټاك ٬ داروګانو او د ماحولياتي تحفظ په څانګو كښې دوه اړخيزه رابطې د لا سوا كېدو ګنجائش لري چې ورسره دوه اړخيزه تجارتي حجم آسانۍ س??ه 5 اربه ??الره ته رسېدې شي