اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د اح??اس اهلكارو سره د ګل په ورځ د مردان دوره كړې۔د دورې په مهال ډاكټر ثانيه نشتر ويمن يونيورسټي مردان كښې په كال 20۔ 2019 كښې اح??اس آنډرګريجوېټ سكالرشپ ترلاسه كوونكو سره پالېسي ډائيلاګ كښې ګډون وكړو۔د پوهنتون وائس چ??نس??رې پروفيسر غزاله ياسمين او ?? فيكلټۍ نورو غړو هغې ته هركلے اووې ۔په ??ې ډائيلاګ كښې د 100 نه زياتو انجونو برخه واخسته۔هغوي په دې خبره خپل خيالات بيان كړل چې د كلي والو سيمو انجونې د مېرټ سكالرشپ نه څنګه ګټه پورته كولې ??ي۔??ا خبره دې ياده وي تېر كال 50 زره 762 زده كوونكو د 4.9 ملين اح??اس انډرګريجوېټ سكالرشپ نه استفاده كړې وه ۔په مجموعي توګه 125 سركاري پوهنتونونو كښې مستحقو زده كونكو ته به په څلورو كلونو كښې 2 لكه سكالرشپس وركولې ??ي۔?? كال 20۔2019 لپاره د ويمن يونيورسټي مردان نزدې 400 انجونو دےخواستونه وركړی وو كومو كښې چې 124 ته اح??اس سكالرشپ وركړے شو۔وروستو ډاكټر ثانيه نشتر ځايې خبريالان او ضلعي انتظاميه سيمه كښې د روانې اح??اس غربت سروے څخه خبرولو له خبري كنفرنس ته خطاب وكړو۔هغې ووئيل دا مهال مردان كښې اح??اس غربت سروے 71 فيصد٬ټول خېبرپښتونخوا كښې 45 فيصد او ګرد هېواد كښې 65 فيصد ترسره شوې او د سږ كال تر جون مياشتې به دا په ګرد هېواد كښې بشپره شي۔