اسلام آباد 29 جنوري(اے پي پي) دفاع لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنيټر وليد اقبال وئيلي دي د پارلمان شريكې غونډې ته د صدر خطاب ته اهميت ترل??سه وي٬ اولس مشر خپله وېنا كښې چې د كومو حكومتي اقداماتو ذكر ك??ے ، ھغه د هېواد بهترۍ لپاره ډېرې مهمې دي٬ جمهوريت لوي نعمت دے٬ كله چې دا جمهوريت نه وي نو بيا به معلومه شي چې څومره ستونزې موي٬ دا تور سم نه دے چې د تحريك انصاف حكومت زيات آرډيننس جاري كړي ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پارلمان شريكې غونډې ته د صدر په وېنا بحث كښې ده ووئيل حكومت د اولس په مرسته د كرونا په صورتحال قابو موندلے، هېواد كښې امن او ??ه قدرتي آفتونو كښې په بشپړه كردار لوبولو امنيتي ??دا??و او ??رنټ لائن هېلته ورركز ته سلام كوٶ۔ ده ووئيل د كال 1993 نه تر كال 1996 د پيپلز پارټۍ په حكومت كښې 357 آرډيننس جاري شوي او رضا رباني تر اوسه د ھغې ځواب نه دې راكړے٬ سېنيټر جاوېد عباسي په تحريك انصاف تور لګلولے چې اوسني حكومت زيات آرډيننس جاري كړي خو دا تور بيخي سم نه دے٬ تېرو 16 جمهوري حكومتونو په 33 كالو كښې په كلنه توګه اوسطاً 29 ارډيننس جاري كړي او د دې مجموعي شمې??ه 954 ده۔ ده ووئيل حكومت هڅه كوي چې هېواد د مسئلو نه خلاصولو له اولس ته ريليف وركړي۔