پېنډۍ ۔25فروری(اے پی پی) د پاكستات او هند ډائرېكټر جنرلز ملټري آپرېشنز ترمينځه په هاټ لائن تماس نيولے شوے په كوم كښې چې په كنټرول لائن ?? جنګ بندۍ په لوظنامه سختۍ سره د عملدرآمد په كولو اتفاق راغلے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك هند ډي جيز اېم اوز په هاټ لائن رابطه كښې په اېل او سي او نورو سېكټرو كښې د روانې وضعې جاج واخست۔ د دواړو ترمينځه د داسې کور اېشوز په حل كولو او تحفظات لرلې كولو اتفاق راغلے كوم چې د امن ځپلے كېدو او د تشدد زياتېدو سبب ګرځېدے شي۔ د پاك هند ډی جی اېم اوز تېرمينځه خبرې په زړه پورې چاپېرچل كښې شوي كومو كښې چې په كنټرول لائن او نورو ټولو سېكټرو كښې ?? جنګ بندۍ په لوظنامو او تفاهم سختۍ سره عمل كولو له د خپل خپل عزم پخلے شوے ۔ دواړو په ??ې هم اتفاق كړے چې په هاټ لائن به رابطه په برقرار ساتلې شي او ناوړه صورتحال او غلط فهمۍ به د بارډر فلېګ ميټنګز د لارې حل لرې كولې شي۔ دا خبره د يادونې وړ ده د كال1987ء فرورۍ مياشت كښې د ډي جي اېم اوز په كچه هاټ لائن رابطه شوه وه ۔ په كال 2003 كښی د دواړو هېوادونو ترمينځه په كنټرول لائن ?? جنګ بندۍ په حقله مفاهمت شوے ؤ كوم چې درې بنيادي نكات لرل۔ اولنۍ نكته د ډیفنس کنسټرکشن په حقله ده۔ چې له مخې به ئې په کنټرول لائن د 500 ??یټ??و حد دننه نوې ډیفنس کنسټرکشن نه كېږي خو د دفاعی پوزیشنز مېنټېننس كېدے شي د كوم هم ډیفنس ورک پیل كولو نه وړاندې به دواړو اړخونو له يو بل خبرول وي۔ دويمه نكته د فائرنګ په حقله ده چې له مخې به ئې د يو بل چوكۍ د ډائرېکټ انګېجمنټ نه ډډه كولې شي۔ درېمه نكته د فلېګ ميټنګ يا هاټ لائن رابطې په حقله ده چې له مخې ئې په كنټرول لائن د كومې هم ستونزې حل كولو له به دواړه اړخونه د لوكل كمانډرز په كچه د فلېګ ميټنګ غوښتنه كولې شي۔ د كومې هم ستونزوې په اړه كه سپيناوې ته اړتيا وي نو د فلېګ ميټنګ يا هاټ لائن د لارې د سپيناوي غوښتنه كېدې شي۔ پاكستان او هند 4 بېل ډول بارډرز لري كومو كښې چې انټرنېشنل بارډر 2100.5 کلو??یټ?? ، اېل اے سی 101.3کلو??یټ?? ، لائن آف کنټرول 767.4 کلو??یټ?? او ورکنګ باؤنډری په 202 کلو??یټ?? محېط ده۔ د كال 2003 نه تر دې دمه 13627 ځله د لائن آف کنټرول خلاف ورزي شوې۔ كومو كښې چې 310 وګړي شهيدان او 1602 ژوبل شوي۔ كال 2003 نه كال 2013 پورې 1062 ځل د لائن آف کنټرول خلاف ورزۍ شوي كومو كښې چې 14 وګړي شهيدان او 112 ژوبل شوي۔ كال 2014 نه په خاص توګه ?? جنګ بندۍ لوظنامې خلاف ورزۍ كښې ښكاره زياتوالے راغلے۔ كال 2014 نه تر 2021 ?? جنګ بندۍ لوظنامې 12565خلاف ورزۍ شوي۔ كومې چې 92 فیصد زياتې دي۔ د روان كال په مهال په دوو مياشتو كښې ?? جنګ بندۍ لوظنامې 253 ځل خلاف ورزۍ وشوې۔ كومو كښې چې 8 وګړي ژوبل شوي۔ په تېرو 4 كلونو كښې 49 مېرمنې شهيدانې او 313 ژوبل شوي۔ دغسې 36 ماشومان شهيدان او 223 ژوبل شوي۔ 2019 كښې تر ټولو زياتې 3351 ?? جنګ بندۍ خلاف ورزۍ شوي او په كال 2018 كښې تر ټولو زيات وګړي 377 شهيدان شوي دي