اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د سمندرې پورې پ??كس??انيانو پارلماني سېكرټري صاحبزاده صبغت الله وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې په پ??كس??ان كښې د سېلګرې ودې لپاره په بېلا بېلو پروژو عمل روان دے او ډېر زر به پ??كس??ان د سېلګرې په اړه د نړۍ په مثالي هېوادونو كښې وشمېرل شي. په پ??كس??ان كښې د بوسنيا سفير ثاقب فورېك سره په ملاقات كښې ده ووئيل چې په بره دير كښې د سېلګرې ښائسته ځايونو پرمختګ لپاره پروژې پېل كړې شوې دي. د پ??كس??ان پشمول د ټولې نړۍ څخه به په لويه شمېره سېلګري د دې ځايونو دوره وكړي. ده ووئيل چې د سېلګرې ودې سره به د سرمايه كارې او د كاروبار زياتې موقعې پېدا شي. د بوسنيا سفير ووئيل چې بوسنيا په اروپا كښې تجارت لپاره د پ??كس??ان ګېټ وے ده. ده په دې لړ كښې د حكومت پالېسې ??ستائيلې او د وزيراعظم د پروګرامونو ئې ستائنه وكړه.