اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د تعليم او پيشه وره تربيي وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د پاكستان ډيموكريټك موومنټ (پي ډي ايم ) غير فطري اتحاد خپل منطقي انجام ته رسيږي،اولس د هغوي بيانيه مسترد كړې ،ډير زر به څه لږه ډيره پېژندګلي هم ختمه شي۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي سره په ??پل?? خبرو كښې ده ووئيل اپوزيش انتشار راجوړول غواړي خو هغه به مايوسۍ سره مخ كيږي، پي ډي اېم كښې شامل ټول ګوندونه د ??پل?? ??پل?? مفاداتو لپاره يو شوي ۔ ده ووئيل د پي ډي اېم وجود ختم شوے،حكومت پارليمنټ كښې د قامي ګټې پشمول په ټولو چا??و د اپوزيشن سره خبرو اترو له سنجيدہ دے۔ شفقت محمود ووئيل حكومت د انتخابي اصلاحات په چارو پارليماني كمېټي جوړولو له هم چمتو دے، كه د حكومت او اپوزيشن ترمينځه قو??ي مذاكرات كامياب شي نو دې سره به جمهوريت ته وده ترلاسه شي