اسلام آباد 26 اپريل (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف سي??ئر لارښود عثمان ډار د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر ته د كامياب جوان پر??ګرام په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے۔د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د منصوبه بندۍ او پر??ختګ وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي زمونږ حكومت د ځوانانو پر??ختګ او خېرښېګړې لپاره ټول ممكنه اقدامات باوري كوي۔ده ووئيل د كامياب جوان پر??ګرام له مخې د ځوانانو مثبت هلو ځلو لپاره په بېلا بېلو پراجېكټونو غور روان دے۔د پاكستان تحريك انصاف سي??ئر لارښود عثمان ډار ووئيل د كامياب جوان قرضه سكيم له مخې نزدې 10 زره كاروبارونو لپاره 8 اربه روپۍ قرض وركړې شوي ٬د پنځه اربه ماليت نور قرض منظور شوے كوم به چې راتلونكو څو ورځو كښې وركړے شي۔ده ووئيل د كركيلې٬صنعت او سروسز سېكټرز نه علاوه نورو څانګو كښې ځوانان ته د روزګار وركولو لپاره قرض وركولې شي۔ د 10 ارب روپو په لګښت د كامياب جوان سكلز پر??ګرام په وړومبي پړاؤ كښې 37000 زره ماشومانو ته جديد او روايتي څانګو هنر وركړے شوے۔ده ووئيل د پر??ګرام په دوهم پړاؤ كښې په تكنيكي تعليم كښې تربيه ترلاسه كولو لپاره 58000 زره زده كونكي منتخب كړې شوي