اسلام آباد ۔ 20 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د كورونا وائرس صورتحال به هره ورځ جاج اخستلې شي٬زه به پخپله په اونۍ كښې دوه ځله اولس د كورونا وائرس صورتحال څخه زه خبروم٬د جنورۍ 15مې نېټې څخه وروستو د چين حكومت سره مسلسل په رابطه كښې يم٬د ??فت??ن په صورتحال د بلوچستان اعلٰی وزير پشمول په چا تور لګول سم نه دي٬د چين څخه په پاكستان كښې د كورونا وائرس يو هم كيس نه دې راغلې٬مېډيا مالكان٬اينكرز او خبريالانو ته خواست دے چې ۔۔۔۔۔۔۔د كورونا وائرس څخه د جنګ ګټلو لپاره قام له به د يرې خپرولو په ځاې يو موټې كېدل وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ سينئر خبريالانو سره مكالمه كولو پھ مهال وكړه۔وزيراعظم د كابينې غړو ته هدايت وكړو چې هغوي دې هر وخت په اسلام آباد كښې حاضر وي او څوك به رخصتي نه كوي۔وزيراعظم ووئيل د كورونا وائرس صورتحال به د ورځې په بنياد جائزه اخستلې شي۔ده ووئيل كه چين په پېل كښې په صورتحال قابو نه موندلو نو ډېر لويه تباهي به شوې وه خو چې كوم حكمت عملۍ سره هغوي اقدامات پورته كړي هغه د ستائنې وړ دي۔د چين د تجربو څخه هم زده كړو كوو۔ده ووئيل پھ اونۍ كښې دوه ځله اولس د كورونا وائرس صورتحال څخه خبروم٬وزيراعظم ووئيل د جنورۍ 15مې نېټې نه وروستو د چين حكومت سره مسلسل په رابطه كښې يم۔د چين مشرتابه ښه حكمت عملۍ له امله د چين څخه پاكستان كښې د كورونا يو هم كيس نه دې راغلې۔ده ووئيل د زائرين د راتګ نه پس د ايران سره مسلسل په رابطه كښې يم٬په وړومبي كښې په ??فت??ن كښې ضروري آسانۍ نه وې ٬ډاكټر ظفر مرزا خپله ??فت??ن ته تللې او وروستو يې د نازك صورتحال څخه خبر كړم۔ده ووئيل وروستو وفاقي ح??ومت او د پاك پوځ په مرسته ??فت??ن ته ضروري څيزونه رسولي شوي ٬د ??فت??ن په صورتحال د بلوچستان په اعلٰی وزير پشمول تورنه لګول سم نه دي٬ پھ ايران كښې د طبي آسانيو فقدان له امله د كورونا وائرس په كيس??نو كښې په تندۍ سره اضافه شوې۔ ده ووئېل نړيوالې ورورولۍ له د كورونا وائرس صورتحال له امله په ايران لګولې بندېزونه په سمدستي توګه پورته كول غواړي ۔پھ دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا٬ډاكټر فردوس عاشق اعوان او د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ نه علاوه د اېن ډي اېم اے چيئرمېن هم موجود وو