اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چېد كورونا وائرس په ضد جنګ له به ټول قام له ودرېدل وي٬د هېواد معيشت او غريب اولس د بشپړ لاك ډاؤن متحمل كېدې نه شي٬مونږ له به د چين غوندې د سماجي ډسپلن څرګندونه كول وي٬په اوسنو حالاتو ??ښې معاشي توازن ساتلو لپاره به راروانه اونۍ پیكج اعلان كړی شي٬اولس دې د اړي ګړي ښكارېدو په ځاې احتياطي تدابير خپل كړي٬مېډيا له په دې لړ ??ښې د يرې خپرولو په ځاې ذمه وار كردار ترسره كول غواړي٬نړيواله ورورولي دې د ايران نه بندېزونه پورته كړي دغسې چې هغوي په آفتونو قابو ومومي۔ده د جمعې په ورځ سينئر خبريالانو سره د كورونا وائرس په حقله په ناسته ??ښې خبرې كولې۔د وزيراعظم د قامي روغتيا صلاحكار ډاكټر ظفر مرزا٬د خزانې صلاحكا ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن جنرل محمد افضل هم په دې مهال موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چين ??ښې د كورونا وائرس خپرېدو صورتحال ترمخه د 15مې جنورۍ نه اقدامات پیل كړی شوي دي٬پھ دې مهال د 9 لكه خلكو سكريننګ شوې٬مونږ د نړۍ غبرګون ترمخه د وائرس مخ ني??ي له اقدامات كوو چې كله په هېواد ??ښې د رنځورانو شمېره 20 ته ورسېده نو مونږ زر تر زره د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه راوبلله او د وائرس خپرېدو مخ ني??ي له مو پھ غونډو پابندۍ ولګولې چې پ??ښې سكولونه٬كالجونه او مدرسې بندې كړی شوې۔د دې نه ښه او په وخت ردعمل نور څه كېدې شو۔وزيراعظم ووئيل پھ اول ??ښې پھ تفتان ??ښې د آسانيو كمې وو خو بيا وروستو صورتحال قابو كړی شو٬په اعلٰی وزير تورونه لګول به زياتې وي٬ده ووئيل د چين نه د زده كونكو راوستلو لپاره فشار سره مخ وو خو چين مونږ ته د هغوي د خيال ساتلو باور راكړی٬پاكستان ته د چين نه د كورونا يو كيس هم نه دې راغلې چې پرې مونږ د چين قيادت د ستائنه وكړه۔ده ووئيل له بده مرغه د تهران نه د وائرس راتللو صورتحال خراب كړو٬ايران د بندېزونو سره مخ دې ااو په دې حالاتو ??ښې دا ظلم دې۔ده ووئيل نړيوالې ورورورلۍ له بندېزونه پورته كول پكار دي دغسې چې هغوي په دې آفتونو قابو ومومي۔ده ووئيل د نړۍ ډ تجربو نه ثابت شوې چې د كورونا وائرس د مخ ني??ي د ټولو نه ښه لار احتياط كول دي٬زمونږ قام له به په دې لړ ??ښې د ډسپلن څرګندونه كول وي۔يو بل سره د ليدلو كتلو او غونډو نه ډډه وكړئ۔د وائرس ځپلي كسان دې خپل ځان جلا وساتي٬د صفائۍ خيال دې وساتي۔دې اقداماتو سره د وائرس مخ ني??ي كمېدې شي۔ده ووئيل پھ دې لړ ??ښې ضروري سامان ترلاسه كړی شوې۔د اوسني ضرورت ترمخه انتظامات شته او د نورو لپاره پھ بېړه كار روان دې۔ده ووئيل كورونا وائرس په خپل ځاې خطرناك دې خو د دې د يرې نه اړې ګړې لا زيان مند ثابتېدې شي۔مېډيا له په دې اړه ذمه وار كردار ترسره كول پكار دي۔ده ووئيل په دې لړ ??ښې مېډيا له د لارښونې اصول وضعه كړې شوي كوم چې مالكانو اينكرز او خبريالانو ته وركړې شوي۔ده ووئيل د يرې ترهې په سبب به خلك څيزونه ذخيره كول پېل كړي چې ورسره به نور مسائل راپیدا شي٬نن يو بېړنې صورتحال رامخې ته دې د كومې مقابلې له به چې قام له په ګډه هڅې كول وي٬ده ووئيل دا جنګ حكومت يوازې نه شي ګټلې مونږ له به د چين غوندې د ډسپلڼ څرګندونه كول وي۔ده ووئيل د لاك ډاؤن سره به غريب او دياړي مار شديد وځپلې شي چې ورسره به نوې بحران رامخې ته شي۔ده ووئيل د دې طبقې روزګار ساتلو لپاره به تعميراتي څانګې له د آسانيو اعلان كولې شي چې ورسره به صنعتونه او كاروبار روان وي او دا اعلان به د نهې پھ ورځ كولې شي۔ده ووئيل دې پیكج ??ښې به د ټېكسونو كمې او نورې آسانۍ شامل وي۔ده ووئيل زمونږ مقصد په كورونا وائرس قابو موندلوسره د خپل اولس معاشي تحفظ باوري كول دي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل د سمو معلوماتو وركړه زموڼږ لپاره ګټوره ده٬په دې لړ ??ښې به هره ورځ خلك خبرولې شي۔ډاكټر ظفر مرزا ووئيل قامي رابطه كمېټۍ د كورونا وباﺀ ترمخه د قامي د ځينې چارو په قامي كچه د ترسره كولو په ضرورت زور راوړې۔ده ووئيل معلومات او شمېرې به په قامي كچه اولس ته رسولې شي۔پھ دې مهال د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل اوسنې صورتحال په ګډه تګلارې له تقا??ا لري ځكه چې د نړۍ معيشتونه دې بحران ځپلې دي٬مونږ غواړو چې معاشي اشارې كومې چې ښه شوي هغه په ځاې وساتلې شي٬مونږ د تګلارې ترمخه د كورونا مخ ني??ي له مېډيكل ايمرجنسي په توګه كار كوو۔د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ووئيل په ټول هېواد ??ښې د كورونا رنځورانو لپاره د 1600 كټونو روغتون بندوبست شوې٬په ګرد هېواد ??ښې 9 لويې واړه روغتونونه كار كوي چرته چې آسانۍ وركړی شوي دي۔ده ووئيل په كراچۍ ??ښې دوه روغتونونه جوړ كړی شوي دغسې په ډي آئي خان٬مردان٬سكردو٬ګلګت ??ښې يو يو روغتون جوړ كړی شوې۔په اسلام آباد٬لاهور٬كراچۍ ??ښې 12 ملين ماسكونه موجود دي٬ده ووئيل د چين نه 30 زره انفرا رېډ ګنز راغوښتلې شي دغسې800 وينټي ليټر راغوښتلې شي٬دغسې د چين كمپنۍ علي بابا 50 زره اېن 95 ماسكونه عطيه كړی دي